اروپایي اتحادیې له سفیر سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۱:۵۶
اروپایي اتحادیې له سفیر سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد نن په خپل کاري دفتر کې د اروپایي اتحادیې له سفیر او افغانستان ته د دغې اتحادیې له ځانګړي استازي «میادون پیری» سره وکتل او پدغه کتنه کې دواړو لورو د سولې په بهیر او له ترهګرۍ سره په مبارزه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت نوماند وزیر له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو ستاینه وکړه. همدا راز د اروپایي ټولنې سفیر د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له وروستیو لاسته راوړنو یادونه وکړه او دا لاسته راوړنې یې وستایلې.

په کابل کې د اروپایي اتحادیې سفیر دا ډول له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته