د ۲۱۵ او ۲۰۵ قول اردوګانو لپاره تازه قوماندانان وګمارل شول

s.mohmand
Sun, Dec 13 2020 6:57 PM
د ۲۱۵ او ۲۰۵ قول اردوګانو لپاره تازه قوماندانان وګمارل شول

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، برید جنرال سید سمیع "سادات" د ۲۱۵ میوند قول اردو او برید جنرال شفیق الله "رسول زی" د ۲۰۵ اتل قول اردو د تازه قوماندانانو په توګه وټاکل شول.

برید جنرال سید سمیع "سادات" مخکې له دې د ملي دفاع وزارت د ګډو ځانګړو عملیاتو د قوماندان په توګه او همداراز برید جنرال شفیق الله "رسول زی" مخکې له دې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قوماندان په توګه دندې ترسره کولې.

دغو تازه ګمارل شویو قوماندانانو چې نن د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رییس ډګر جنرال محمد حبیب "حصاري" له لوري معرفي شول او خپلې دندې یې رسمآ پیل کړې، هېواد ته د صادقانه خدمت او د خلکو د ځان او مال د ساتنې او د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې د جدي مبارزې ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 4:41 PM
Background image

Acting Minister of National Defense Meets with Uzbekistan’s Delegation

Alhaj Mullah Mohammad Yaqoob Mujahid, Acting Minister of National Defense, held a meeting in his office today with General Kurbannov Bakhodir, Head of Uzbekistan’s Intelligence Agency,. . .

Sun, Jan 26 2025 6:10 PM
Background image

The Acting Minister of National Defense Met with The Iranian Foreign Minister and his Accompanying Delegation

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid,” Acting Minister of National Defense, hosted Iranian Foreign Minister Sayed Abbas Araghchi along with his delegation in his office today.

During the. . .

Thu, Jan 23 2025 3:44 PM
Background image

The Deputy Ambassador of Qatar met with the Defense Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan.

Mawlawi Mohammad Yaqoob "Mujahid" Minister of National Defense of the IEA, received the Deputy Ambassador of Qatar, Mr. Murdaf al-Qashouti, at his office in Kabul today.

He appreciated. . .

BACK TO NEWS