د حضرت ابو دجانه بن خرشه رضی الله عنه د قوماندانیت او قرارګاهي له اکاډمۍ څخه ٦١ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ٦١ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابو دجانه بن خرشه "رض" د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ د اوپراتيفي دوهمې دورې شپږ میاشتني مسلکي او نظامي کورس څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په غونډه کې د ياد پوهنتون مرستیال شیخ مولوي نور محمد "خجندي" او ګڼ شمېر مسؤولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو. 

مسئوولینو نویو فارغانو ته هراړخيزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې موږ او تاسې مکلف یو په اعداد، تعلیم او تعلم باندې ځکه اعداد د اسلامي نظام له اصولو څخه مهم اصل دی او کوم مسئووليتونه چې در سپارل شوي په احسنه توګه يې تر سره کړئ، له غفلت څخه ځانونه وساتئ د خپل اسلامي نظام او کړېدلي ولس لپاره د خدمت جوګه شئ.

ورته مهال نویو فارغانو د مسؤولینو توصیو او لارښوونو ته لبیک ووایه او د اسلامي نظام لپاره خدمت او قربانۍ ته یې په هر ځای کې چمتو والی څرګند کړ.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو او دعایې کلام سره پای ته ورسېده.