د ملي دفاع سر پرست وزیر اسد الله خالد د نړېوال سازمان د تعذیراتو له کمېټې سره و کتل
کابل-افغانستان: د ملي دفاع سر پرست وزیر اسد الله خالد په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم ورسره وو د نړېوال سازمان د تعذیراتو له کمېټې سره د ملي دفاع وزارت په مقر کې و کتل. د کتنې په ترڅ کې، دواړو لوریو د هیواد د امنیتي حالت تر څنګ پر ترهګرو ترورېستي کړیو د تعذیراتو پر لګولو بشپړې خبرې وکړې.