د ۲۰۵ البدر قول اردو نوی قوماندان د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال له خوا رسماً معرفي شو

web_admin
د ا.ا.ا د رهبرۍ د حکم په اساس ملا محمد خان "دعوت" چې د ۲۰۵ البدر قول اردو د نوي قوماندان په توګه ټاکل شوی وو نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال مولوي محمد قاسم "فرید" لخوا رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. د ملي دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال په نظام کې تغیر او تبدیل یو اصل وباله او مسؤلینو ته یې د مشرانو د حکمونو په اطاعت ټینګار وکړ. په دې مراسمو کې د ٢٠٥ البدر قول اردو پخوانی قوماندان ملا مهرالله "حماد"، د هوايي لواء او د کندهار ولايت امنیه قوماندانۍ قوماندانانو او منسوبينو ګډون کړى وو.