په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۱۰۱ عرادې بېلابیل ډول نظامي وسایط ترمیم شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت اړوند په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې د انجینري کنډک منسوبینو له لوري په تیر یو کال کې ۱۰۱ عراده بېلابیل ډول نظامي وسایط ترمیم او د استفادې وړ وګرځېدل.

په دغو وسایطو کې ۲۵ عرادې انټرنیشنل، ۱۶ عرادې رنجر موټر، ۵ عرادې امبولانس، ۵ عرادې تریلر، ۵ عرادې بلدوزر، ۵ عرادې دمترک او یو شمېر نور وسایط شامل دي.