د ملي دفاع وزارت سرپرست ښاغلی اسد الله خالد، نن د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز پرسونل ته د یو لړ ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې ور وپېژندل شو

zia_omid
شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۸ - ۱۱:۱
د ملي دفاع وزارت سرپرست ښاغلی اسد الله خالد

کابل- افغانستان: د ملي دفاع وزارت سرپرست ښاغلی اسد الله خالد په داسې حال کې، چې د ملي امنیت مشاور حمدالله محب، د سنا مجلس رئیس فضل الهادي مسلمیار، د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح، لوی درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي، د کورنیو چارو وزارت ارشد معیین، د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال مېلر، د ملي امنیت مرستیالانو، د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون رئیس، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو، د ملي دفاع پخوانیو وزیرانو، مرستیالانو، رئیسانو، د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز د قرارګاه جنرالانو، د ملي پوځ د ساحوي قول اردوګانو قومندانانو، په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفیرانو، د دوست هیوادونو پوځي اتشه ؤ، د ولایتي شورا ګانو رئیسانو، د هیواد د بیلابیلو ولایتونو قومي مشرانو ګډون درلود، د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز پرسونل ته په رسمي توګه معرفي شو.

په پیل کې د ملي پوځ لوی درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي ، د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي اسدالله خالد د ټاکلو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د ملي پوځ وروستۍ لاسته راوړنې په ګوته کړې او په دې برخه کې یې د هیواد د دښمنانو په له منځه وړلو ټینګار وکړ. همدا راز جنرال یفتلي ډاډ څرګند کړ، چې د ملي پوځ منسوبین د دې خاورې ریښتني ساتونکي دي او د هیواد د لوېشت لوېشت خاورې څخه د سر په قیمت دفاع کولو ته چمتو دي.

د ملي دفاع وزارت د سرپرست او ولسي جرګه ته د نوماند وزیر په توګه د ښاغلي اسدالله خالد د ټاکنې په اړه د افغانستان د جمهوری ریاست د لوړ مقام حکم د ملي پوځ د کادر او پرسونل د رئیس لخوا ولوستل شو.

ورپسې د ملي امنیت مشاور حمدالله محب د خبرو په ترڅ کې د هیواد نه د دفاع په لار کې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو د سرښندنو او قربانیو د یادولو تر څنګ د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي اسدالله خالد د ټاکلو مبارکې وویله.

 د ملي امنیت مشاور زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت د هیواد د دښمنانو څخه مشخصه پیژندګلوي لري، هر هغه څوک، چې د نظام د تخریب په لټه کې دي، په حقیقت کې د نظام او د افغانستان د خلکو دښمنان دي. د افغانستان حکومت له هغه چا سره سوله کوي، چې د زړه له کومي سولې ته چمتو والی ولري. اما د هغه چا پر وړاندې چې د سولې پیغام نه مني د کلکې جګړې چمتو والی لري.

همدارنګه د ملي دفاع پخواني وزیر ډګرجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي خالد د ټاکلو د مبارکۍ ترڅنګ، د ملي پوځ په لیکو کې په اصلاحاتو او د پوځ په لا پراختیا ټینګار وکړ.

وروسته د ملي دفاع سرپرست وزیر ښاغلي اسدالله خالد مراسمو ته د کورنیو او بهرنیو ملمنو د راتګ په اړه ښه راغلاست وویل او د افغانستان د مسلح ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ څخه یی د دې لپاره مننه وکړه، چې پر ښاغلي خالد یی د دغه لوی مسوولیت باور وکړ. همداراز ښاغلي خالد په پوځ کې د ملي یووالي په پیاوړي کولو او ساتنې ټینګار وکړ او د پوځ په لیکو کې يی د پرمختګ او اصلاحاتو خبر ورکړ. د دې ترڅنګ ښاغلي اسدالله خالد د  ملي پوځ په لیکو کې د همغږیتوب، د هغوی د مسلکي ښوونې او روزنې او د پوځ د معلولینو او د شهیدانو د ورثؤ سره په پوره ملاتړ تینګار وکړ. په پای کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ښاغلي خالد د افغانستان د اسلامي دولت د مشرتابه پلاوي او د هیواد خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ملي پوځ په ټول ځواک سره د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي، پر دښمن رحم نلري او ترڅنګ یی د ملکي وژنو څخه مخنیوي کوي، له جنګي اسیرانو سره ښه رویه د افغان پوځیانو شرعي او قانوني دنده ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

سرپرست وزارت دفاع ملی با هیأت ازبکستانی دیدار کرد

الحاج مولوی محمد یعقوب "مجاهد"، سرپرست وزارت دفاع ملی، امروز، در دفتر کاری خود با رئیس استخبارات کشور ازبکستان جنرال کوربونوف باخودير، جنرال مختورف فرخ معاون وی، جنرال خسانوا سليمژون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی با وزیر امور خارجه ایران و هیأت همراه

مولوی محمد یعقوب “مجاهد”، سرپرست وزارت دفاع ملی، امروز در دفتر کاری خود میزبان سید عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران، و هیأت همراه وی بود. 

در این دیدار، سرپرست وزارت دفاع ملی با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

شارژدفير قطر با وزير دفاع امارت اسلامی افغانستان ملاقات نمود

مولوی محمد یعقوب "مجاهد" وزير دفاع ملی ا.ا.ا، امروز در دفتر کاری خود محترم مُردِف القاشوطی، شارژدفير قطر در کابل را به حضور پذیرفت.

ایشان ضمن پایداری روابط دوجانبه، از کمک و همکاری‌های. . .

BACK TO NEWS