په بادغیس ولایت کې ملي اردو ځواکونو ۵ بشکه يي ماینونه چې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړل
تیره شپه د ملي اردو اتلو منسوبینو د کشفي ګزمې پر مهال، د بادغیس ولایت د "بالا مرغاب" ولسوالۍ په اړوندو کې، ۵ بشکه يي ماینونه کشف او خنثی کړل.
دا ماینونه د طالبانو له لوري د ملکي وګړو او پوځیانو د مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای شوي وو، چې له نیکه مرغه یاد ماینونه له چاودنې مخکې د ملي اردو اتلو ځواکونو کشف او شنډ کړل.