دملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د کابل- کندهار لویې لارې د پوستونه لیدنه وکړه

zia_omid
Thu, Jun 06 2019 9:12 PM
سرپرست وزارت دفاع ملی از پوسته‌های شاهراه کابل-کندهار دیدن نمود

اسدالله ” خالد“ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر نن ماسپښین د کابل- کندهار لویې لارې د امنیتي پوستونه لیدنه وکړه او همدا راز یې دوي ته د اختر مبارکي ویلو او په یاده لاره کې د میشت ملي اردو ځواکونه د ستایلو تر څنګ ، د دوي ستونزې یې واوریدې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله ” خالد“ د ملي اردو دغو قهرمانانو ته وویل:” دلویو لارو د امنیت تیګښت زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی او د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د ټولو امکاناتو نه پکار اخیستلو سره د ملي اردو ځواکونو نه د تروریزم سره د مبارزې په برخه هر راز مرستو ته چمتو دي . په پاي کې دوي ته یې د لویې لارې د لا ښه امنیت د تینګښت په موخه لازمې سپارښتنې وکړي.