د وسلوال پوځ لوی درستیز د توپچی ریاست دBM21 (چهل میله) مسلکي کورس په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
Wed, Aug 07 2024 10:29 AM
د وسلوال پوځ لوی درستیز د توپچی ریاست دBM21 (چهل میله) مسلکي کورس په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

دملي دفاع وزارت ستردرستیز توپچي ریاست د BM21 (چهل میله) د ظرفیت لوړولو له مسلکي کورس څخه د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو ۶۰ تنه ځوانو منسوبینو په فراغت غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" او لومړي مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" ګډون وکړ.

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" پخپلو خبرو کې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: کله چې تاسو پوره پوځي اماده ګۍ ولرئ ستاسو دښمن ویریږي او خپله به شکست خوري او هیڅکله به اشغال ته زړه ښه نکړي، الحمدلله دلته درې لویو امپراطوریو ماته وخوړله دا د افغانانو د قهرمانیو برکت وو، کوشش وکړئ له نوې تکنالوژۍ سره ځان بلد کړئ او د دښمن شوم هدف په نطفه کې خنثا کړئ.

همدا راز زیاته یې کړه: کوم وسایط او وسلې چې اوس مهال شتون لري دا بیت المال دی ددې سالمه ساتنه وکړئ، خپل هدف ته متوجې شئ مادیاتو ته میلان مکوئ، موږ ټول افغانان سره ورونه یو په خوشحالۍ یې خوشحال او په غم یې غمجن یو، که غواړئ ترقي وکړئ زحمت وباسئ، پر ځان تکلیف راولئ او هدف ته ځان ورسوئ.

ورته مهال د یاد ریاست مرستیال ملا صدیق الله مستري پخپلو خبرو کې وویل: الحمدلله موږ له شلو کلونو وروسته وتوانېدلو چې دغه وسله فعاله کړو او د هیواد دساتنې  لپاره یې چمتو کړو، توپچي د جګړې حاکم بلل کیږي چاچې په دغه عملي زده کړو کې خولې تویې کړي وي نو په جکړه کې به یې خپله وینه خوندي وي.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Jan 26 2025 6:10 PM
Background image

The Acting Minister of National Defense Met with The Iranian Foreign Minister and his Accompanying Delegation

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid,” Acting Minister of National Defense, hosted Iranian Foreign Minister Sayed Abbas Araghchi along with his delegation in his office today.

During the. . .

Thu, Jan 23 2025 3:44 PM
Background image

The Deputy Ambassador of Qatar met with the Defense Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan.

Mawlawi Mohammad Yaqoob "Mujahid" Minister of National Defense of the IEA, received the Deputy Ambassador of Qatar, Mr. Murdaf al-Qashouti, at his office in Kabul today.

He appreciated. . .

Wed, Jan 22 2025 5:06 PM
Background image

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid”, Acting Minister of National Defense, Meets with Saudi Ambassador

The Acting Minister of National Defense held a meeting with Mr. Faisal Talaq al-Baqmi, the Royal Ambassador of Saudi Arabia to Kabul at his office today.

During this meeting, the. . .

BACK TO NEWS