د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست له لوري د قول اردوګانو د آمرینو او ویاندویانو سیمینار پای ته ورسید

s.mohmand
Thu, Mar 09 2023 6:55 PM
د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست له لوري د قول اردوګانو د آمرینو او ویاندویانو سیمینار پای ته ورسید

د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست له لوري د ظرفیتونو د لوړولو او ارزیابۍ دوه ورځنی سیمینار چې د قول اردوګانو او سیمیزو قطعاتو ویاندویانو او عامه چارو امرینو لپاره جوړ شوی وو، نن د یاد وزارت په مقر کې پای ته ورسید.

دغه سیمینار کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" د یاد وزارت سرمفتش مفتي لطف الله "حکیمي"، ګڼ شمیر رئیسانو او مسؤلینو ګډون درلود.

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" یادو امرینو ته هر اړخیزه وینا وکړه، خپلو مسؤلیتونو ته یې متوجې کړل او زیاته یې کړه، چې په تیر شل کلن جهاد کې موږ یوازې دا نه چې په نظامي ډګر کې پیاوړي وو؛ بلکه په تبلیغاتي ډګر کې مو هم بریا ترلاسه کړې وه.

همدا راز د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو رئیس مفتي عنایت الله "خوارزمی" له راغلو مسؤلینو او میلمنو څخه مننه او آمرینو ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، په پای کې د یاد ریاست له لوري نوموړو آمرینو ته تصدیق نامې هم ورکړل شوې.

Latest news

Thu, Feb 02 2023 5:21 PM
Background image

Acting Defense Minister meets with the Iran Deputy Ambassador  

Mawlavi Mohammad Yaqoob "Mujahid", Acting Ministry of National Defense met with Sayed Hassan "Mortazavi" Deputy Ambassador of the Islamic Republic of Iran in Kabul, today.

In this. . .

Wed, Feb 01 2023 5:55 PM
Background image

Acting Defense Minister meets with the previous Administration Military Generals

Mawlavi Mohammad Yaqoob "Mujahid", the Acting Minister of National Defense and Qari Fasihuddin “Fitrat”, the Chief of Staff of the armed forces, met with the Generals and a number of. . .

Sat, Dec 31 2022 10:40 AM
Background image

Acting Defense Minister visits the vehicle production Innovation Center of the (TVET-A)

Mawlavi Mohammad Yaqoob "Mujahid", Acting Minister of Defense, visited the Innovation Center of Technical Vocational Education and Training Authority of Afghanistan (TVET-A)...

BACK TO NEWS