د تازه امنیتي پلانونو په پلي کیدو سره به په فاریاب کې امنیتي وضعیت ښه شي

د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین "ضیا"، نن د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍد دفاعي او امنیتي ځواکونو کړنو د ارزونې په موخه فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د فاریاب ولایت له والي «نقیب الله فایق» او امنیتي مسؤلینو سره د تازه امنیتي پلانونو په تړاو خبرې وکړې.
همدا راز ستر جنرال محمد یاسین ضیا د خلکو د ژوند او مال ساتنې په لار کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو څخه قدردانی وکړ او لارښوونه یې وکړه چې خلکو ته د لا ښه امنیت په راوستلو کې هڅه او کوښښ وکړي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې په شمال او په ځانګړي توګه فاریاب ولایت کې به د نوي امنیتي پلانونو په پلي کیدو سره امنیتي وضعیت تر مخکې لا ښه شي.