ننګرهار کې ۱۱ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
په پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې پخواکې ۶ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو یادو ولسوالیو کې دملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو.
خوشبختانه دملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.