خبرونه
په ملي دفاع وزارت کې د قول اردوګانو د عامه چارو امرينو د درې ورځني سيمينار تر سره کيدل
اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړيکو او عامه چارو ریاست، د ملي اردو د مرکز او قطعاتو منسوبينو د ظرفيت لوړونې او مسلکي کولو په موخه د ملي دفاع وزارت په مقر کې درې ورځنى سيمينار تر سره کړ
د ملي دفاع وزارت له لورې د هېواد ولایتونو ته د زرګونه ټنو مرسته شوو غنمو د لیږد لړۍ پیل کړه
د اسلامي ارمارت د رییس الوزرا د حکم او د ملي دفاع وزارت د لاښوونې سره سم، د ملي دفاع وزارت د لوژستیک قوماندانۍ د تحرکاتو ملي لوا د هېواد ولایتونو ته د زرګونو ټنو مرسته شوو غنمو د لیږد لړۍ پیل کړه.
د ستر درستيز صحيه قوماندانۍ د جمهوریت روغتون سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه
د ستر درستیز صحیه قوماندانۍ د مرستو په دوام د جمهوریت ملکي روغتون سره د ځانګرو مراسمو په ترڅ کې ٣٥ قلمه درمل، ۱۹ قلمه مالزمه، ۳ طبي ماشینونه او وسایل، مرسته وکړه.
د ملي دفاع وزارت د مشرتابه لومړنۍ اونيزه غونډه د وسله وال پوځ لوی درستیز په مشرۍ جوړه شوه
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پنځلسم مصوبې په تعقیب د ملي دفاع وزارت لومړۍ اونیزه غونډه د وسله وال پوځ د لوی درستیز قاري فصیح الدین " فطرت" په مشرۍ ترسره شوه.
د هرات په واټونو کې د ٢٠٧ الفاروق قول اردو پرسونل پوځي مانور
د ٢٠٧ الفاروق قول اردو سلګونه منسوبينو په هغه مانور کې ګډون درلود، چې د هرات ښار په واټونو کې د يادې قول اردو له خوا د جنګي وړتیا ښودلو په موخه تر سره شو.
د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ رياست قدرمنو هېوادوالو ته د خدمت له پاره چمتو دى
د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ څانګې د بیړنیو او طبیعي پېښو لکه واورو، سېلابونو، چې لارې بندوي، سړکونه او د خلکو کورونه ورانوي، د کنټرول په موخه فعال شوي او د قدرمنو هېوادوالو په خدمت کې دي.
د هوايي ځواکونو قوماندان د غزني او باميانو ولايتونو له هوايي مفرزو ليدنه وکړه
د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدين "منصور" نن د يو شمير حکومتي مسوولينو په ملتيا د غزني او باميانو ولايتونو له هوايي مفرزو ليدنه وکړه.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو په جامع جومات کې د دعوت او ارشاد مسئولینو لویه غونډه تر سره شوه
تيره ورځ په دې غونډه کې د قول اردو د ټولو شبعاتو او د شمالي زون دفاعي او امنيتي ځواکونو مسوولینو ګډون کړی و، چې په کې د اسلامي امارت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر مسوولينو د قوانینو په رعایت د ا
د ملي اردو تشکيلاتي کمېټې بيا ځلې په کار پيل وکړ
د ملي دفاع وزارت مشرتابه د لارښوونې سره سم، نن ورځ يوې ٢٠ کسيزې کاري کمېټې د ملي اردو تشکيلاتو په ګټورې او موثرې طرحې رسما کار پیل کړ.