د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال د دغه معینیت له منسوبینو سره د ګډې ناستې ترسره کول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ معینیت د کارونو د ارزونې او لا ښه والي په موخه د دغه معینیت مسوولینو او منسوبینو سره ګډه غونډه تر سره کړه.

په دې جلسه کې د ملي دفاع وزارت د پلانونو او پالیسیو مرستیال ښاغلي حاجي محمد قاسم "فرید" د ملي دفاع وزارت د کاري او اوږدمهاله پلانونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز رهبري د یوې ځواکمنې، مسلکي، منظمې او اسلامي اردو جوړولو ته ژمن دي.