د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۵۸۰ ځواکونو فارغ شول

s.mohmand

تيره ورځ د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ۵۸۰ تنه سرتيري له مسلکي، پوځي او عقيدوي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ښوونيز مرکز څخه د پکتيا ولايت د والي او امنيه قوماندان په شتون کې، فارغ شول.

د غو سرتيرو د تجاربه لرونکو ښوونکو له لوري تمرين او د ښوونو په بهير کې د درنو او سپکو وسلو کارونه په تخصصي او مسلکي توګه زده کړله.

همداراز دغو مجاهدينو ژمنه وکړه چې دوی ته هرډول دنده د اسلامي امارت د مشرتابه څخه سپارل کېږي په ښه توګه او ايماندارۍ به یې سرته رسوي.