خبرپاڼې
په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۱۸۰ تنه مجاهدین له مسلکي بخشونو څخه فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۱۸۰ تنه منسوبین چې د انجینرۍ، روغتیا او مخابراتو په بخشونو کې نظامي او مسلکي زده کړې کړې وې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په ۲۱۵ عزم قول اردو کې د ګڼ شمېر وسایطو او تجهیزاتو ترمیم او فعالول
د ۲۱۵ عزم قول اردو د ضربتي کنډک انجینرۍ ټیم د ګڼ شمېر پوځي وسایطو او تجهیزاتو د ترمیم او فعالولو خبر ورکړ.
په غزني ولايت کې د ٢٠٣ منصوري قول اردو له سېلاب ځپلو سره بيړنۍ مرستې
تېره شپه د غزني ولايت په ځېنو ولسوليو کې د سخت اورښت له کبله په ځانګړې توګه د ګیان ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي ؤ، چې خلکو ته یې زيات مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
په ننګرهار کې د سېلاب ځپلو سره د ۲۰۱ "خالد بن ولید" قول اردو بیړنۍ مرستې
تیره شپه د ۲۰۱ "خالد بن ولید" قول اردو د دریمې لوا مجاهدینو د ننګرهار ولایت چپرهار، روداتو، سره رود او خوګیاڼو ولسوالیو کې له سېلاب ځپلو سره مرستې ته تللي، خلک او د هغوی مالونه یې خوندي ځایونو ته ل
د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو کې د هېواد د خپلواکۍ لومړۍ کلیزه ولمانځل شوه
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسؤلينو او منسوبينو نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هېواد د فتحې او خپلواکۍ لومړۍ کلیزه ولمانځله.
د هېواد د خپلواکۍ لومړۍ کلیزه د ۲۱۷ عمري قول اردو په لومړۍ لوا کې ولمانځل شوه
نن د ۲۱۷ عمري قول اردو په لومړۍ لوا کې له اشغال څخه د هیواد د فتحې او آزادۍ لومړۍ کلیزه دیادې لوا د مسؤلینو، مجاهدینو او دیني عالمانو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د هرات ولايت په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د بریا لومړۍ کلیزه ولمانځل شوه
د ۲۰۷ «الفاروق» قول اردو مسؤلينو او منسوبينو د اسلامي امارت د مجاهدینو د بري او د استعمارګرو د ګوډاګي دولت له منګولو څخه د افغان ملت د خلاصون لومړۍ کلیزه؛ د یوې علمي او سیاسي غونډې په جوړولو سره ول
د ۲۰۳ منصوري قول اردو لخوا بېلابېل وسایط او تجهیزات ترمیم شول
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو د حمایوي کنډک کارکوونکو او انجنیرانو خبر ورکړ، چې څو ډوله بار وړونکي وسایط، جنګي او نظامي تجهیزات چې ۱۶ عراده انټرنیشنل، ۵۹ هاموې ټانکونه، ۱۴ رینجر په کې شامل
د مرکزي قول اردو د شهيد افتاب فرقې دویمې لوا څخه ۱۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول
تيره ورځ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د شهيد افتاب فرقې د دویمې پلې لوا له درېمې دورې څخه ۱۵۰ تنه مجاهدین د فکري، نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته، فارغ شول.