د۳۱۳ مرکزي قول اردو مجاهدینو د ۴۰۰ بستریز روغتون ناروغانو لپاره وینه ورکړه
د۳۱۳ مرکزي قول اردو دګارنیزون په کلینک کې د يادې قول اردو مسؤلینو او مجاهدینو د ۴۰۰ بستر روغتون زخمیانو او ناروغانو لپاره ( ۳۰۰۰۰)Cc وینه ورکړه.
د يادونې وړ ده چې د وینې اخیستلو لپاره د ۴۰۰ بستر روغتون د ډاکټرانو یو مؤظف هیئت ټاکل شوی وو تر څو د مجاهدينو څخه د وينې اخيستلو لړۍ په معياري ډول ترسره کړي.