د ملي دفاع پوهنتون څخه ٣٢٢ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع پوهنتون اړوند د افسرانو اکاډمۍ ٣٢٢ تنه مجاهدین له درې میاشتني مسلکي زده کړو څخه وروسته تېره ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغه مراسمو کې مسؤلینو مجاهدینو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې، مجاهدین یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل، او ویې ویل چې پخپلو دندو کې له اخلاص او رښتنولۍ څخه کار واخلئ.

په پای کې یادو فارغانو خپل زده کړي درسونه په عملي ډول نندارې ته وړاندې کړل او د مسؤلینو په لاسونو یې بری لیکونه هم ترلاسه کړل.