خبرونه
په پروان ولایت کې یو پل جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو
د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ ولنګ سیمې کې د ٢٢١ شهید آفتاب رح فرقې اړوند پروان لوا له لوري یو پل چې ٢٥ متره اوږدوالۍ او دوه متره اویا ساتني عرض یې درلود، جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شو.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مجاهدینو ۳ تنه قاچاقبران ونیول
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د میدان وردګو ولایت پنځمې پلې لوا زړورو مجاهدینو د یو کشفي راپور پر بنسټ ۳ تنه قاچاقبران له ۷۰ کیلو ګرامه نشه یي توکو سره یو ځای ونیول.
د ملي دفاع وزارت پلاوي د غلام خان بندر له سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت پلاوي د مسلحو ځواکونو درستیزوال مولوي شبیر احمد "عثماني" په مشری په غلام خان بندر کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له سرحدي لوا او پوستو څخه لیدنه وکړه.
ملي انجینري لوا ته نوی قوماندان معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې مفتي نوراحمد "متوکل" ملي انجینري لوا ته ټاکل شوی وو، تیره ورځ د ستر درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" له لوري رسماً اړوند کارمندانو ته وروپیژاندل شو.
افغان سرحدي ځواکونو (۲۸) تنه قاچاق کوونکي له یو شمېر نشه یي توکو سره يو ځای ننګرهار ولایت کې ونیول
د ٢٠١ خالد بن وليد (رض) قول اردو د عبدالله بن زبير (رض) لومړۍ سرحدي لوا شپږم سرحدي کنډک دوهم ټولي اړوند زړورو مجاهدينو د کشفي راپورونو پر اساس...
قوماندان جدید قول اردوی ۲۰۵ البدر رسما توسط معاون پلان و پالیسی وزارت دفاع ملی معرفی شد
ملا محمد خان "دعوت" که بر اساس حکم رهبری امارت اسلامی به حیث قوماندان جدید قول اردوی ۲۰۵ البدر تعیین شده بود، امروز طی برگزاری مراسمی ...
د کابل-ګردیز په لویه لار څلور تنه د ۳۵۰ کیلوګرامه نشه یي توکو سره ونیول شول
د ۲۰۳ منصوري قول اردو څلورمې لوا منسوبینو د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د کابل-ګردیز پر لویه لار د لوګر ولایت اړوند ځانګړي عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې څلور تنه د ۳۵۰ کیلو ګرامه نشه یي
د ۲۰۳ منصوري قول اردو په ورکشاپ کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې ترمیم شوې
د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د حمایې کنډک په تخنیکي ورکشاپونو کې د مسلکي تخنيکرانو له لوري ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.