د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۲تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو(۵۲) تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي د انجینرۍ تسهیلاتو مديريت او داترون مخابرې او د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي د انساني سرچینو د تورنانو له مسلکي کورسونو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې غونډه کې د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د زده کړو مرستیال مفتي محمد اسلم “حقاني” د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي قوماندان مولوي نورمحمد”سعید” او ګن شمېر مجاهدینو، مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود .
مسؤلینو فارغ شوي مجاهدین خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ترلاسه کړې مسلکي زده کړې هیرې نکړې او یادې زده کړې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړئ ؛ مسؤلینو همدا راز مجاهدینو ته د اطاعت په هکله هم لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه غونډه فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده .