د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون لپاره نوي قوماندان معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید او د چارو د ښه سمون په موخه د جګړه ایزو ګډو زده کړو مخکنی قوماندان مولوي محمد هاشم "حذیفه" د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ لپاره ټاکل شوی وو، نن د تعلیماتو او پرسونل مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي" له لوري رسماً معرفي شو.
مسؤلینو په وینا کې یاد قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه چې تغیر او تبدیل په یوه اداره کې اصل دی او دغه تغیر او تبدیل د چارو د لاښه سمون په موخه ترسره کیږي.
دغه معرفت غونډو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو، رئیسانو او منسوبینو ګډون درلود، همدا راز نوي ټاکل شوي قومندان ژمنه وکړه چې ورسپارل شوی مسؤلیت به په سمه توګه ادا کوي او مشرانو ته یې د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.