تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۹ طالبان ووژل شول او ۸۲ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۸۹ طالبان ووژل شول او ۸۲ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، کونړ، کندهار، هرات، فراه، فاریاب، سمنګان، هلمند، نیمروز، تخار، کندوز او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.