د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۳۰ ترهګرو مرګ ژوبله
کابل-افغانستان: افغان امینتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترهګر د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه ۷ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۲ ځانګړې کوماندویې دندې او ۶هوایې بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۰۴ آلوتنې کړې، چې په پایله کې ۱۵ ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د تخار، ارزګان، غزني، فراه، بدخشان، سرپل، هلمند او کونړ په ولایتونو کې تر سره شوي، چې پایله کې د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان، ۲ موټر سایکلونه لاسته راغلي او ۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي، د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان، د ارزګان ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او د دښمن ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي .
همدا راز د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۲ موټر، ۳ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د کوڼړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ کې یو تن داعشي وژل شوی دی .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.