د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۶۲ ترهګرو وژل کېدل

s.mohmand

کابل-افغانستان: افغان امینتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترهګر د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه ۱۳ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۴ ځانګړې کوماندویې دندې او ۲۱هوایې بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۶۲ آلوتنې کړې، چې په پایله کې ۶۲ ترهګر وژل شوي ،۳۲ تنه ټپیان او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي. دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د تخار، غور، ارګان، هلمند، بادغیس، کاپیسا، غزني، بلخ ،بدخشان سرپل، بلخ، پکتیکا، کندهار او کونړ په ولایتونو کې تر سره شوي، چې پایله کې د تخار ولایت د بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او یو موټر له مڼځه وړل شوی، د غور ولایت مرکز اړوند آهنګران، شترخان او امروتک په کلیو کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان، ۶ تنه نیول شوي، ۲ موټر ، ۳ موټر سایکلونه او ی شمیر وسلې اومهمات لاسته راغلي او ۱۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د ارزګان ولایت مرکز اړوند کوتوال او نایچین په سیمو کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۴ پټنځایونه له منځه وړل شوي او د هلمند ولایت د سنګین او نهر سراج ولسوالیو کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۲ موضع ګانې له منځه وړل شوي دي . همدا راز د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان، د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان، د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۳ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او دغزني ولایت د اندړو ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی . دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.