د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۳۷ ترهګرو وژل کیدل

zia_omid

کابل-افغانستان: د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات، ۷۷ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۵ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۵ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۳۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۱۶ تنه ټپیان او ۴ تنه نور نیول شوي دي.

دا عملیات د غوڅ ملاتړ او افغان ځواکونو په هوایي ملاتړ د پکتیا، هلمند، کندهار، هرات، فراه، لوګر، غزني، پکتیکا، کاپیسا، غور، بلخ، کندز او سمنګان په ولایتونو کې تر سره شوي دي، چې په پایله کې د پکتیا ولایت د احمد آباد او جانی خیلو ولسوالیو کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان او د احمد آباد ولسوالی د سفری، اوچ غرک، او تانک غرک سیمې د دښمن له شتون نه پاکې شوي، د هلمند ولایت د موسی کلا، سنګین او نهر سراج ولسوالیو کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه نیول شوی، یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی او د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

همدا راز، د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان، د لوګر ولایت مرکز پل علم کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.