د ۲۰۵ البدر قول اردو لپاره نوی قومندان معرفي شو

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۲۳:۵۱
د ۲۰۵ البدر قول اردو لپاره نوی قومندان معرفي شو

د ا.ا.ا زعیم حفظه الله د  حکم پر اساس د ۲۰۵ البدر قول لپاره ملا احمدشاه  "دیندوست" د نوي قومندان په حیث ټاکل شوی وو، نن ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د ستر درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" له لوري رسما معرفي شو.

مسؤلینو په دغه معرفت غونډه کې وویل: چې په نظام کې تغیر او تبدیل یو اصل دی، او د اسلامي نظام د پایښت لپاره ترسره کیږي او نوی قوماندان ته یې د ښه خدمت کولو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

په پای کې نوي قوماندان ملا احمد شاه "دیندوست" د مسؤلینو له باور کولو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ. 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۲۰:۳۵
Background image

د ملي دفاع وزارت شمالي دروازه د یاد وزارت د لومړي مرستیال له لوري پرانیستل شوه

د ملي دفاع وزارت اړوندو د حمایې او امنیت د ټینګښت لواء د مسؤلینو په هڅو سره د یاد وزارت شمالي دروازه (خالد قرول) چې په نوې بڼه جوړه شوې وه نن د یاد وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۶
Background image

د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د یو سفر په ترڅ کې د لویدیځ زون ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه.

له مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ یې د دې قول اردو د ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۹:۱۲
Background image

د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له نهمې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" د لویدیځ زون فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له نهمې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه او له مسؤلینو سره یې خبرې وکړې.

. . .

بېرته خبرونه ته