د ٢١٧ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٥٥٠ تنه د ملي اسلامي اردو منسوبین د وسلوال پوځ لوی درستیز په حضور کې فارغ شول

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۲۲:۳۸
د ٢١٧ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٥٥٠ تنه د ملي اسلامي اردو منسوبین د وسلوال پوځ لوی درستیز په حضور کې فارغ شول

د ٢١٧ عمري قول اردو له قطعاتو او جزوتامونو له پنځمې دورې څخه ٥٥٠ تنه منسوبین له دریو میاشتو نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته د وسلوال پوځ ستردرستیز قاري محمد فصیح الدین"فطرت" د ٢١٧ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الله"منصور" ملي دفاع وزارت د پلاوي مشر تاج محمد"رهبر" او یو شمیر دولتي مسؤلینو علماء کرامو قومي مخورو په شتون کې فارغ شول.

د وسلوال پوځ ستردرستيز  د ملي اسلامي اردو د فعالیتونو او لاسته راوړونو او د ځمکنی بشپړتیا د ساتنې یادونه وکړه او ویې ویل: دفاعي ځواکونو چې کوم تعهد د اسلامي نظام او خلکو سره کړی وو، موږ او ملت ته یې امید راکړ.

په دغه مراسمو کې یو شمیر نورو مسؤلینو هم فارغانو ویناوې لازمې سپارښتنې او توصیې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته