د ستر درستیز د روغتیایي چارو قومندانۍ سره د یو شمېر طبی وسایلو مرسته وشوه

web_admin

د ریاست الوزرا مقام د هدایت په اساس د روغتیایي چارو قومندانۍ سره د زړه متخصص ډاکټر محمد اسحاق له لوري د زړه د جراحۍ اړوند نهه پایې ماشینونه او یو شمیر طبي ملزمه مرسته وشوه.

دغه وسایل او طبي ملزمه د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې د سرې میاشتې د هیئت له لوري د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د ډیپو مسئولینو ته وسپارل شول.

 د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسلکي او متخصصو ډاکټران د عصري، طبي وسایلو او ماشینونو په درلودلو سره د ملي اسلامي اردو په لیکو کې شاملو کسانو ته د زړه هر نوع عملیات په منظم او دوامداره توګه به د یوې میاشتې په دننه کې تر سره کړي.

همدا راز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له نوموړي ډاکټر څخه مننه وکړه چې د خپلو هیوادوالو لپاره مرستې ترسره کوي.