د ٢٠٥ البدر قول اردو د ٨٥٠ تنه منسوبینو فراغت غونډه د وسله وال پوځ لوی درستیز په ګډون او ویناوو سره تر سره شوه
د ٢٠٥ البدر اردو له بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو څخه د ٨٥٠ تنو ځوانو منسوبینو د فراغت مراسم تیره ورځ د هیواد د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین"فطرت" او یو شمېر نورو نظامي او ملکي مسؤلینو په شتون سره تر سره شول.
په دغه مراسمو کې د د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین"فطرت" د ملي اسلامي اردو له هغو ځوان منسوبینو چې په پوځي او مسلکي زده کړو بوخت دي ستاینه وکړه او ويې ویل: نن ورځ چې د ملي اسلامي اردو لیکې له مسلمان ځوانانو څخه جوړ، د هیواد په ګوت ګوټ کې سراسري امنیت تامین، شریعت نافذ او موږ ټول یې شاهدان یو دا هر څه ستاسو د قربانیو نتیجه ده.
دغو منسوبین چې دریو میاشتنیو نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړې یې د ٢٠٥ البدر قول اردو په ښوونیز مرکز کې ترسره کړې وې د نظامي او مسلکي نمایشاتو په ښودولو سره یې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول حالاتو کې د هیواد له اسلامي، ملي ارزښتونو څخه دفاع ته چمتو دي.