د لوژیستیک ریاست د تنظیم او عینیاتو ادارې مرستیال معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې او د چارو د لا ښه سمون په موخه مولوي عبدالهادي "محمود" د لوژیستیک ریاست د تنظیم او عینیاتو مرستیال په توګه ټاکل شوی وو، نن د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" له لوري رسما معرفي شو.
مسؤلینو ټاکل شوي مرستیال ته د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه، همدا راز نوي مرستیال د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.