ملي دفاع وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت پلاوو د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په هدف سره وکتل

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۹:۵۰
ملي دفاع وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت پلاوو د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په هدف سره وکتل

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" او د ایران اسلامي جمهوریت د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال ښاغلي بهرام "حسیني مطلق" په مشرۍ یو پلاوي نن د ملي دفاع وزارت د بهرنيو اړیکو په رياست کې وکتل او خبرې يې وکړې.

د لوى درستيز مرستيال ايراني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ همکاري او ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل: اسلامی امارت تل د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ښو اړیکو غوښتونکی وو او په بېلابېلو برخو کې د لازیاتې همکارۍ لپاره ژمن دی.

ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې ورکړ.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سرحدي ستونزو په هواري، د ګډو همکاريو پر پياوړتيا او د اړوندو مراجعو له لارې د ستونزو په حل د خبرو له لارې ټينګار وکړ.

همدا راز په دې کتنه کې د کورنيو چارو وزارت سرحدي چارواکو، د سرحدونو او قبایلو وزارت او د کرنې او اراضۍ یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۲۰:۳۵
Background image

د ملي دفاع وزارت شمالي دروازه د یاد وزارت د لومړي مرستیال له لوري پرانیستل شوه

د ملي دفاع وزارت اړوندو د حمایې او امنیت د ټینګښت لواء د مسؤلینو په هڅو سره د یاد وزارت شمالي دروازه (خالد قرول) چې په نوې بڼه جوړه شوې وه نن د یاد وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۶
Background image

د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د یو سفر په ترڅ کې د لویدیځ زون ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه.

له مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ یې د دې قول اردو د ښوونیز. . .

بېرته خبرونه ته