د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د یو سفر په ترڅ کې د لویدیځ زون ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه.
له مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ یې د دې قول اردو د ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه سمون په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.