د افغانستان اسلامي امارت د هوايي ځواکونو د فعالیت او رغونې په مناسبت د پوځي الوتکو او چورلکو مانور

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۶:۱۲
د افغانستان اسلامي امارت د هوايي ځواکونو د فعالیت او رغونې په مناسبت د پوځي الوتکو او چورلکو مانور

نن د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د هېواد د هوايي ځواکونو د پوځي الوتکو، د الوتنو په مراسمو کې، ګډون درلود. 

په دغه مراسمو کې لومړی د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدین «منصور» د هوايي ځواکونو د وړتیاوو څخه لنډ ګزارش وړاندې کړ وویل: « د پیلوټانو او تخنيکي انجینرانو په بیرته راتګ سره، د هېواد له ۲۸۹ پوځي الوتکو څخه ۵۰ الوتکې، الوتنو ته چمتو دي او يو شمېر نورې يې تر ترميم لاندې دي، چې ډېر ژر به د هېواد په اردو کې خدمت ته چمتو شي. 

ورپسې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" هېواد ته د هوايي ځواک د پیلوټانو او تخنیکي انجینرانو له راستنېدو څخه مننه وکړه او ويې ویل:« له هوايي ځواکونو پرته هېڅ هېواد په خپلو پښو ودریدلای نشي، لکه څنګه چې ما ژمنه کړې وه، چې د بهرنیو هېوادونو له مرستې پرته به د هېواد هوايي ځواک فعالوم».

د نن ورځې په پوځي مانور کې MI-35, MD-539, MI-17, Blackhawk, C-208,AN-32 الوتکو په کابل کې هوايي پریډ تر سره کړ.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته