د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه د اسلامي امارت ۵۰۰ ځواکونه فارغ شول
دغو سرتيرو له یو لړ بنسټیزو، مسلکي او پوځي زده کړو وروسته د بغلان ولايت اړوند له دريمې لوا څخه فارغ شول او ژمنه يې وکړه چې په هر حالت کې به د لوړو اسلامي ارزښتونو او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع ته چمتو وي.