د ملي دفاع وزارت سرپرست هېواد د هوایي ځواکونو څخه قدردانی او ستاینه وکړه 

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۵:۲۹
د ملي دفاع وزارت سرپرست هېواد د هوایي ځواکونو څخه قدردانی او ستاینه وکړه 

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله محمدي د هوايي ځواکونو د تشویق او قدرداني په موخه نن سهار له هوايی قول اردو څخه د لیدنې پر مهال وویل: د افغانستان ملت به ستاسې سرښندنې او اتلولۍ هېڅکله هیرې نه کړي.

ستر جنرال بسم محمدي د هوايي ځواکونو د ورځې او شپې له نه ستړو کیدونکو هڅو د مننې تر څنګ وویل: «د هوايي ځواکونو د برېدونو په ځانګړی توګه په دې وروستۍ اونۍ کې د هېواد په ګوټ-ګوټ کې ترهګرو ته درانه تلفات واړول، د دفاعي او امنیتي ځواکونو مقاومت او د هوايي قواوو برېدونو له دښمن څخه لاره ورکه کړې ده.»

ستر جنرال بسم الله محمدي ژمنه وکړه چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه هوايي قواوو غوښتنو او اړتیاو ته به په وخت رسیدنه کوو، د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه هوايي قواوې یې د لومړیتوبونو څخه دي او دې برخه کې به د هيڅ ډول کوښښ څخه ډډه نه کوو.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته