د ځانګړو عملیاتونو له قول اردو څخه د ۱۲۱۵ تنو تازه دمو کمانډویانو د فراغت مراسم

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۸:۴۳
د ځانګړو عملیاتونو له قول اردو څخه د ۱۲۱۵ تنو تازه دمو کمانډویانو د فراغت مراسم

د کمانډو د ځانګړو عملیاتونو د لوړو تعلیماتو له ښونځي څخه د ملي اردو، رجال برجسته، د ملي پولیسو له مخدره توکو سره د مبارزې او د ملي امنیت د ځانګړې قطعې په ګډون د کمانډو د ۱۲۱۵ تنو سرتیرو، بریدملانو او افسرانو د فراغت مراسم، نن د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال او سرپرست او د ستر درستیز د یوشمیر جنرالانو او افسرانو په ګډون ولمانځل شو.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود "میاخیل"، د کمانډو ځواکونو له وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه ستاینه وکړه وویل: "تاسو نن د مسلکي او سختو تعلیماتو له زدکړې وروسته، یو ځل بیا خپلو هېوادوالو ته هیله وروبخښله. دښمن په غلطې محاسبې سره یې، هېڅکله به د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریالي نشي."

بلخوا د ځانګړو عملیاتونو د قول اردو مرستیال تورنجنرال خیال نبي "احمدزي"، د ملي دفاع وزارت رهبرۍ او خلکو ته د هېواد په هرې برخې کې د دښمن د ځپلو لپاره د کمانډویانو د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ.

همداراز د ځانګړو عملیاتونو د قول اردو د شهیدانو په یاد څلی، چې څه موده مخکې د جوړېدو چارې پایته رسیدلې وې، د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال او سرپرست او ددغه قول اردو د چارواکو له لوري پرانیستل شو.

دغه تازه فارغ شوي سرتیري، بریدملان او افسران، د ۱۵ اونیزو مسلکي او پرمختللو تمریناتو وروسته، اوس د خلکو د ځان او مال د دفاع او د هېواد له دښمنانو سره جدي مبارزې ته چمتو دي.

ددغو مراسمو په پای کې، د کب د نهمې د سرتیري د ملي ورځې په ویاړ یوشمیر بریدملانو او افسرانو ته فوق العاده ترفیع تفویض شوې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته