د دفاعي او امنیتي ځواکونو د شهیدانو معظمو کورنیو او ددغو ځواکونو د ټپیانو لپاره په امتیازاتو کې ځانګړی زیاتوالی

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۶:۵۹

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود "میاخیل" وایي: د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د مبارزو، اتلولیو او سرښیندنو په ویاړ؛ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت عمومي ریاست او هغه ادارې چې نظامي تشکیلات لري، د منسوبینو د شهیدانو محترمې ورثې او ټپیانو ته د خواخوږۍ او رسیدنې په موخه، هغه منسوبین چې د محاربوي فعالیتونو او یا د دښمن د تروریستي کړنو له امله له بریدونو سره مخېږي، د پخوانیو قانوني امتیازاتو سربیره د شهید هرې محترمې کورنۍ ته سل زره افغانۍ او ددغو منسوبینو ټپیانو لپاره په دریو کټګوریو کې د سطحي ټپي لپاره ۱۵ زره افغانۍ، د متوسط ټپي لپاره ۳۰ زره افغانۍ او د شدید ټپي لپاره ۵۰ زره افغانۍ د اړوندو ارګانونو له بودجې څخه مرستې ترسره کېږي.

د ملي دفاع وزارت ستراتیژي، د ملي اردو د شهیدانو له معظمو کورنیو او ددغو ځواکونو له ټپیانو څخه هر اړخیز ملاتړ دی، څو له شته امکاناتو څخه د ځانګړو امتیازاتو په خوا کې مادي او معنوي مکافاتو څخه هم برخمن شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته