د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د افغانستان او عربستان اړيکې د عقیدتي او فرهنګي اړخه شريکې وبللې او ددغه هېواد له لوري په بېلابېلو برخو کې له همکارۍ مننه وکړه.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانستل مهم او ارزښتناک وبلل.

د سعودي سفیر له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۲۰:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر عبیدالرحمن "نظاماني" سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۲۹
Background image

د بدخشان د وروستۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د وسلوال پوځ لوی درستیز خپله خواخوږي څرګنده کړه

د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" او ورسره مل پلاوي بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت  وروستۍ ترافیکي پېښې له سيمې څخه چي د بهارک - فیض آباد پر لاره. . .

بېرته خبرونه ته