لوګر ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د لوګر ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت سرپرست، د لوګر له والي اجمل "شاه پور، له امنیې قوماندان، د ملي امنیت له رییس او د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا له قوماندان سره ولیدل او ددغه ولایت په ځانګړي توګه د کابل - ګردیز د لویې لارې د امنیت د لا ټینګښت په برخه کې لازم هدایات صادر کړل.
همداراز د ملي دفاع وزارت سرپرست، په لوګر کې میشت د کمانډو ځواکونو له اتم کنډک او د پولیسو له ۳۳۳ قطعې ځواکونو څخه له نږدې ولیدل، او د دوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست، د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د ملي دفاع وزارت رهبري د دوی د ستونزو د اواري په برخه کې به جدي اقدامات وکړي.