۲۰ تنه ترهګر ووژل شو
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او ۶ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
کنړ- څوکۍ ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۶ تنه داعشیان وژل شوي دي.
هلمند- نهرسراج او مارجې ولسوالیو کې ځانګړو عملیاتو او هوایي بریدپه پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۲تنه شکمن کسان نیول شوي او ۴ موضع ګانې له منځه وړل شوی دی.
ارزګان- مرکز اړوند سیمو کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تونله او ۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي او ۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
هرات- شیندند ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي دي.
فاریاب- قیصار ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي دي.
زابل- شاه جوي ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې یو ترهګر وژل شوي او۴ موټر له منځه وړل شوي دي.
خوست- صبری ولسوالۍ کې د ځانګړو ګډو عملیاتو په پایله کې ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.