۶۵ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۲۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۶۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان او ۵ شکمن کسان نیول شوي دي.
زابل- ارغنداب، شاجوی ولسوالیو او ولایت مرکز کې د ځوابي ډزو او هوايي بریدونو په پایله کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
غزنی- مقر او اندړو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
فراه- ولایت مرکز اړوند سیمو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ننگرهار- اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پکتیا- میرزکې، څمکنیو او آریوب ځاځي ولسوالیو کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو، هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۴ شکمن کسان نیول شوي، ۲ موټر سایکل، ۳۷ موبایلونه، ۷ پایې کمرې، یو لبټاپ کمپوټر، ۷ فلشونه، ۷ دانې د موټر چلولو لایسنسونه، ۸ جلده افغاني پاسپورټونه، یو جلد پاکستانی پاسپورټ، ۱۰۰۰ قطعې د ټاکنو کاتونه، ۱۰ جلده پېژند پاڼې، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
هلمند- واشېر ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
فاریاب- المار ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ موټر سایکل، د مهماتو ۲ زېرمې، ۲ پټنځي، ۶ موضعوې له منځه وړل شوي او ۳ بوشکه یي ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
لوگر- خروار ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په پایله کې یو شکمن کس نیول شوی، ۱۲ موټر سایکل، یو شمېر وسلې او مهمات، ۳۰ کړۍ د واسیطو ضد بوشکه یي ماینونه او د نېشه یي توکو یوه کار خانه له منځه وړل شوي دي.