جمهوررئیس د ملي دفاع وزارت رهبرۍ سره وکتل

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۷:۲
دیدار رئیس با مقامات وزارت دفاع ملی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوڅ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د دې وزارت د رهبري پلاوي په استازیتوب ملي اردو ته د جمهوررئیس له پاملرنې، باور او ملاتړ څخه په مننې وویل، د جمهوررئیس ځانګړې پاملرنه د ملي اردو د ظرفیت د لوړوالي او مسوولیت منلولامل شوې.

اسدالله خالد وویل، د جمهوررئیس دفاعي لیدلوری د افغانستان د ملي اردو لپاره یوه ستراتېژیکه لارښوونه ده چې په رڼا کې یې د هیواد ملي اردو توانېدلې لویې لاسته راوړنې ولري او مهمو موخو ته ورسېږي.

جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ، سرتېرو، بریدملانو او د ملي اردو افسرانو څخه په مننې وویل، تاسو هر یو د افغانستان د عظیم ملت، زما او همداراز د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لرئ.

هغه زیاته کړه، زما غوښتنه تل دا وه چې افغانستان د غښتلې ملي اردو لرونکی وي، هغه اردو چې په متانت د مشروع قوې د استعمال واک ولري.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دې کتنې په جریان کې د ملي دفاع وزارت منسوبینو ته د ترفیعاتو مبارکي وویله چې وړاندیز یې پخوا شوی و او زیاته یې کړه، ټاکل شوې وه دغه ترفیعات د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ، د زمري ۲۸، اعلان شوي وای، خو د دښمنانو پر وړاندې په عملیاتو کې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ او پرسونل د بوختیاوو له امله وځنډېدل.

د هیواد جمهوررئیس د ټاکنو د امنیت تامین او په ټاکنیزو چارو کې د دې وزارت د منسوبینو نه مداخله وستایله وې ویل، اوس تاسو په یوه ملي او غیر سیاسي بنسټ بدل شوي یاست چې د قانون په چوکاټ کې د دې هیواد د ملي ګټو ساتنه کوئ. هغه زیاته کړه، په تېرو پنځو کلونو کې د ملي اردو په ظرفیتونو کې اساسي بدلونونه راغلي او زموږ ملي اردو له ټولو هغو خطرونو سره په قوت مبارزه کړې چې زموږ هیواد او خلک ورسره مخ دي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، لوی او سخت تصمیمونه هغه وخت نیول کېږي چې د یوه هیواد رهبران د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیاوو بشپړ باور ولري.

همداراز جمهوررئیس د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې عملیاتو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوایي ځواک او ځانګړو قطعاتو وروستۍ لاسته راوړنې وستایلې وې ویل، ستاسو په موجودیت کې به د افغانستان دښمنان هیڅکله هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته