کندهار ولايت ته د رئيس الوزرا لومړي مرستيال د سفر په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ليدنه وکړه
د رئيس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني «برادر» نن کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ليدنه وکړه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو په مقر کې په همدې موخه جلسه جوړه شوې وه؛ د رئيس الوزرا لومړي مرستيال د ښې حکومتولۍ او امنيتي مسايلو په اړه د عالمانو، سيمه ييزو پوځي او ملکي مسوولينو سره خبرې وکړې.
همداراز د رئيس الوزرا لومړي مرستيال په دې ليدنه کې د هېواد جنوبي زون د بشپړ امنيت ټينګښت په راوستلو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د شپو او ورځو له دوامداره هڅو قدردانی او مننه وکړه.