په کابل کې د چین له نوي سفیر سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست تعارفي لیدنه!

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۵:۵۴
دیدار تعارفی سرپرست دفاع ملی با سفیر جدید چین در کابل

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین له نوي سفیر ښاغلي “وانګ یو” سره د ملي دفاع وزارت په مقر کې تعارفي لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، دواړو خواوو همداراز د افغانستان د امنیتي وضعیت، د سولې پروسې او له افغانستان سره د چین د مرستو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، افغان امنیتي ځواکونو سره د چین له همکاریو مننه وکړه.

د چین سفیر ټینګار وکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته همداراز دوام ورکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته