ملي دفاع وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت پلاوو د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په هدف سره وکتل

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۹:۵۰
ملي دفاع وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت پلاوو د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په هدف سره وکتل

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" او د ایران اسلامي جمهوریت د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال ښاغلي بهرام "حسیني مطلق" په مشرۍ یو پلاوي نن د ملي دفاع وزارت د بهرنيو اړیکو په رياست کې وکتل او خبرې يې وکړې.

د لوى درستيز مرستيال ايراني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ همکاري او ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل: اسلامی امارت تل د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ښو اړیکو غوښتونکی وو او په بېلابېلو برخو کې د لازیاتې همکارۍ لپاره ژمن دی.

ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې ورکړ.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سرحدي ستونزو په هواري، د ګډو همکاريو پر پياوړتيا او د اړوندو مراجعو له لارې د ستونزو په حل د خبرو له لارې ټينګار وکړ.

همدا راز په دې کتنه کې د کورنيو چارو وزارت سرحدي چارواکو، د سرحدونو او قبایلو وزارت او د کرنې او اراضۍ یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۹
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملامحمد فاضل "مظلوم" د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کونړ ولایت امنیتي وضیعت ارزونې په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
Background image

د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته