فارياب او جوزجان ولايتونو ته د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير او د وسلوال پوځ لوى درستيز سفر

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۱۱:۵۲
فارياب او جوزجان ولايتونو ته د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير او د وسلوال پوځ لوى درستيز سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" او د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري فصیح الدین "فطرت"تيره ورځ، شمال او شمال ختيځو ولایتونو ته د سفرونو په دوام "جوزجان" او "فارياب" ولایتونو ته ولاړل او هلته يې د يادو ولايتونو مسوولينو سره جدا جدا وکتل.

په دې کتنو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي امارت مجاهدینو د مبارزو د ستاينې ترڅنګ وویل:" د دې وخت رارسيدلى دى، چې ټول ورونه قومونه سره د هېواد په بيا ودانولو او پرمختګ کې کوښښ وکړو."

د ملي دفاع سرپرست زياته کړه، د اسلامي امارت ځواکونه د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او سرحداتو د دفاع وړتيا لري، هيڅ متجاوز ته به د امنيت خرابيدو اجازه ورنکړو او د هېواد له خاورې به د ځان په قربانۍ سره دفاع کوو.

همدا راز د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري فصیح الدین فطرت وویل: "شل کلنې مبارزې مجاهدينو ته د يووالى او د يو بل ترڅنګ په لا يووالى سره د پاتي کيدو زده کړه وښودله."

د ملي دفاع وزارت مقاماتو په دغو سفرونو کې د علماوو، مخورو، د سيمه ييزو او لوا ګانو مسوولينو سره ليدنې وکړې او د لا ښه امنيت د ټينګښت او د هېواد له سرحداتو د دفاع په تړاو يې اړينې لارښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۲۲:۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن ورځ په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومایا سره پخپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۹:۱۷
Background image

اندونیزیايي پلاوي د ملي دفاع له سرپرست وزير سره په لیدنه کې: "هغه څه چې موږ په رسنیو کې اوریدلي، تبليغات وو"

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې اندونیزیا د جمهوري رياست له پخواني مرستيال ښاغلي محمد يوسف کالا، د اوسنۍ سرې میاشتې او جوماتونو شورا له رئیس او مل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۹:۳۵
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز د پېژندتون ریاست په سیمینار کې ګډون وکړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د ملي دفاع وزارت اړوند معینتو، ریاستو، سیمیزو قول اردوګانو، لواګانو اونورو جزوتامو د پېژند ۲۴۰  تنه مدیرانو او آمرینو ته د. . .

بېرته خبرونه ته