زما نیالګی زما سنګر!

لکه څنګه چې امنیت ټولنیز مسوولیت دی، همداشان د هیواد سمسور, زرغون او پاک ساتل هم ټولنیز مسوولیت دی.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود "میاخیل"، د لوژستیک او ټکنالوژۍ د تآمیناتو مرستیال عبدالله "رقیبي" او د ستر درستیز یوشمیر جنرالانو او افسرانو د ملی دفاع وزارت په صحن کې د هېواد د آبادۍ او سوکالۍ په موخه یو یو نیالګی غرص کړ.
د نوي کال او پسرلي په را رسېدو سره د ملي دفاع وزارت په پام کې لري, چې په قطعاتو کې د لس زرو څخه زیات میوه داره او غیر میوه داره نیالګيو د کښینولو تر څنګ یې پالنه چې خورا اړینه ده هم وکړي.
که هر څوک د خپل کور او یا دفتر د مخه د یو نیالګي پالل خپل مسؤلیت وګڼي, نو مونږ به د هوا له ککړتیا څخه پاک, زرغون او سمسور افغانستان ولرو.