د AC-208 ډوله الوتکې د افغانستان هوایي ځواکونو ته و سپارل شوې

zia_omid
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۴ - ۱۶:۵۳
د AC-208 ډوله الوتکې د افغانستان هوایي ځواکونو ته و سپارل شوې

AC-208 ډوله الوتکې د امریکامتحده آیالاتو د مرستو په دوام په داسې حال کې، چې د ملي پوځ لوی درستیز هم شتون درلود د افغانستان هوایي ځواکونو ته و سپارل شوې

هغه مراسم، چې په همدې تړاو په هوایي قول اردو کې جوړ شوي وو AC-208 ډوله الوتکې د افغانستان د هوایي ځواکونو په ټولګي کې شاملې شوې.

د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان ډګر جنرال محمد شعیب پیلوټ وویل، چې د افغانستان هوایي ځواکونه د نویو الوتکو او تخنیک په تر لاسه کولو سره  د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړي کیږي. د هوايي قول اردو د قومندان په وینا د سږ کال تر پایه به دغه الوتکو شمیر لس بال ته ورسیږي او دا د هغه څلور کلن پراختیايي پلان یوه برخه ده، چې د هیواد د مسلح ځواکونو د پرمختګ په موخه جوړ شوی دی.

هوایي ځواکونو ته د یادو الوتکو په سپارلو سره د ملي پوځ لوی درستیز د خوښۍ په څرکندولو سره زیاته کړه: د دغه الوتکو پر مټ به د هیواد دامنیتي او دفاعي ځواکونو هوایي ملاتړ نور ځواکمن شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته