د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې څخه د ۲۰۰ تنو منسوبینو د فراغت مراسم د نظامي او ملکي چارواکو په ګډون ترسره شو

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۲۲:۱۹
د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې څخه د ۲۰۰ تنو منسوبینو د فراغت مراسم د نظامي او ملکي چارواکو په ګډون ترسره شو

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې څخه د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۲۰۰ تنو منسوبین له دریو میاشتنيو فرهنګي، نظامي، تخنیکي او تکتیکي زده کړو وروسته د دې فرقې له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول.

ياد مراسم چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري محمد فصيح الدين “فطرت”، د ٢١٧ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين “منصور”، مولوي تاج محمد “رهبر” په مشرۍ د ملي دفاع وزارت د پلاوي ترڅنګ د بدخشان والي محمد ایوب “خالد”، د بدخشان امنیه قوماندان مولوي عزیزالله “عمر”، د فرقې مسؤولینو، د سیمه ییزې ادارې استازو، علماوو، مخورو او نورو ګډون کړی وو.

د وسله وال پوځ لوی درستيز په دغه ناسته کې وويل: د اسلامي پوځ سرتېري به له اسلام او اسلامي خاورې څخه دفاع وکړي او همدارنګه موږ باید د خلکو زړونه وګټو، ترڅو وکولائ شو په سمه توګه حکومت وکړو."

په دې مراسمو کې د بدخشان والي او یو شمېر علماوو او مخورو هم په اسلامي نظام کې د اردو د رول او اهمیت په اړه ویناوې وکړې.

د یادولو وړ ده چې دا د ملي اسلامي اردو سرتېرو د فراغت پنځمه دوره ده چې له دغه ښوونیز مرکز څخه د تجربه لرونکو استادانو په زيار د پوځي زده کړو څخه وروسته فارغېږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته